۰

افغان حکومت د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ

سی شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۰
افغان حکومت د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړي، چې له افغان سولې یې ملاتړ او د هغو ضمانت ته یې چمتوالي په کې ښودلی دی.
افغان حکومت د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ
افغان حکومت د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړي، چې له افغان سولې یې ملاتړ او د هغو ضمانت ته یې چمتوالي په کې ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دوشنبې د وري ۱۹ مه لوګزامبورک د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسه کې د اروپايي هېوادونو د رول او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د ارپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې له پروسې د دغه ټولنې د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب او د دغه پروسې د ضمانت اعلان یې وکړ.

دوی په دغه ناست کې د افغان سولې له پروسې د ملاتړ پرېکړه لیک تصویب کړ او ویې ویل، اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د افغانستان د سولې د پروسې ضمانت وکړي.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي، د افغانستان د سولې پروسه باید پراخ بنسټ، د افغان حکومت له خوا تاييد او تاوتریخوالی کم کړي.

پرکړه لیک کې وړاندې ویل شوي، چې یاد پروسه باید له افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ د ګواښ مخه ونیسي، د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي او د افغان دولت او د افغانستان د اساسي قانون دوام یقیني کړي.

پرېکړه لیک وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلو اړخونو د موافقې په صورت کې دا ټولنه د دې پروسې ضمانت او په دې برخه کې سیاسي او مالي ملاتړ ته چمتو ده.

افغان حکومت په همدې اړه ویلي، چې دوی د سولې پروسې د ملاتړ، د دخیلو لوریو ترمنځ د سولې توافقنامې د تضمین او د سولې له توافق وروسته د برنامو تطبیق کې د همکارۍ په اړه  د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کوي.

د ارګ څخه نن سه شنبې د وري ۲۰ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د اروپایي ټولڼې د اصولي دریځ، د اساسي قانون د ارزښتونو او د افغانستان د حکومت او خلکو د لاسته راوړنو تائید او هرکلی کوي.

ښاغلي غني ویلي، چې پایداره سولې ته د افغانستان د رسېدو او په هیواد کې د جنګ د ختمېدو لپاره د اروپايي ټولنې اعلامیه خورا مهمه ده او دغه ټولنه په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې موافقتنامو د تضمین بریالۍ تجربې لري.

ارګ ویلي اروپایي ټولنې په دې اعلامیه کې د سولې پروسه کې د ټولو د شاملولو، د امنیتي سکتور په ګډون پر اصلاحاتو، د دخیلو لوریو د غوښتنې په صورت کې د سولې توافقنامې د تضمین، د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د مجدد ادغام، د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال د ودې په برخو کې پر همکارۍ تینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي