کندهار کې د افغان پوځ یوې چورلکې لوېدلې ده

21 حمل 1398 ساعت 9:34

ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د کندهار په هوايي ډګر کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده.


ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې د کندهار په هوايي ډګر کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده.

د جمهور آژانس دفاع وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه پېښه تېره شپه د کندهار په هوايي ډګر کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي MD-530 چورلکه په هوايي ډګر کې د کېناستو په حال کې وه، چې تخنکي ستونزه یې پیدا او ولوېده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې پېښه کې د چورلکې دوه پیلوټه سربېرن ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115296

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115296/

جمهور
  https://www.jomhornews.com