پولیسو کابل کې یو خطرناک او مشهور انسان تښتوونکی وژلی دی

21 حمل 1398 ساعت 13:36

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو خطرناک، مشهور انسان تښتوونکی او غیر مسوول وسله وال کس وژلی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو خطرناک، مشهور انسان تښتوونکی او غیر مسوول وسله وال کس وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویلي دغه انسان تښتونکی عمران نومېده، چې د پولیسو تر څار لاندې وو.

سرچینه زیاتوی، چې انسان تښتوونکي عمران په څو قتلونو او دغه راز د کابل ښار یو تن اوسېدونکي چې په یوه نړیواله اداره کې یې کار کاوه، په تښتولو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عمران له نظامي یونیفورم څخه ګته اخیسته یو میل غیر قانوني وسله او یو بې اسنادو موټر ورسره و.

د کوورنیو چارو وزارت وايي، دغه انسان تښتوونکی او قاتل تېره شپه ۱۱ بجې د کابل ښار د ۱۷ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

وزارت زیاتوي، د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هغه د نیولو هڅه کوله، خو عمران ورسره نښته کړې، چې په ترڅ کې یې دی د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com