پوهنې وزارت ښوونځیو کې د تلېفون پر کارولو بندیز لګولی

21 حمل 1398 ساعت 13:43

پوهنې وزارت د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د تدریس پر مهال د تلېفون او ټولنیزو شبکو پر کارولو بندیز لګولی دی.


پوهنې وزارت د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د تدریس پر مهال د تلېفون او ټولنیزو شبکو پر کارولو بندیز لګولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه د یوې خبرپاڼې له مخې ټولو ښوونځیو ته دغه خبرداری ورکړی دی.

د پوهنې وزیر ډاکتر میرویس بلخي په خبرپانه کې ویلي د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د تدریس پر مهال څوک تلېفون او ټولنیزې شبکې نه شي کارولی.

پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دغه امر په رعایت کولو ښوونکي او زده کوونکي دواړه مکلف دي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115314

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115314/

جمهور
  https://www.jomhornews.com