پوهنې وزارت د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د تدریس پر مهال د تلېفون او ټولنیزو شبکو پر کارولو بندیز لګولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه د یوې خبرپاڼې له مخې ټولو ښوونځیو ته دغه خبرداری ورکړی دی.
د پوهنې وزیر ډاکتر میرویس بلخي په خبرپانه کې ویلي د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د تدریس پر مهال څوک تلېفون او ټولنیزې شبکې نه شي کارولی.
پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دغه امر په رعایت کولو ښوونکي او زده کوونکي دواړه مکلف دي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل