۰
د طالبانو د پسرلینو عملیاتو اعلان ته د ارګ غبرګون:

سوله غوښتونکي طالبان د له ولس سره ودېرېږي، نور باید د پردیو د ګټې قرباني نه شي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
ارګ د طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په غبرګون کې پر هغه طالبانو چې سوله غواړي غږ کړي، چې د ولس تر څنګ ودرېږي او نور د هغه مشرانو په خبرو تېر نه وځي، چې د نورو د ګټو لپاره جګړه غواړي.
سوله غوښتونکي طالبان د له ولس سره ودېرېږي، نور باید د پردیو د ګټې قرباني نه شي
ارګ د طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په غبرګون کې پر هغه طالبانو چې سوله غواړي غږ کړي، چې د ولس تر څنګ ودرېږي او نور د هغه مشرانو په خبرو تېر نه وځي، چې د نورو د ګټو لپاره جګړه غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون جمعه د وري ۲۳ مه په ټول افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د الفتح په نوم د عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو دغه اعلان او عملیات په کلکو ټکو غندلي او وايي، دا په افغانستان کې د طالبانو د نامشروع جګړې د دوام نښه ده.

ارګ نن شنبې د وري ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي په داسې حال کې، چې افغان حکومت د تپل شوې جګړې د پای ته رسېدو او سولې شدیدې هڅې کوي د طالبانو دغه اعلان ښيي، چې دا ډله سوله نه بلکې جګړه غواړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د افغانستان او اسلامي نړۍ دیني عالمانو، د طالبانو جګړه جهاد نه بلکې فتنه وبلله او د درېدو غوښتنه یې ترې وکړه، خو دوی لا هم د جګړې پر دوام ټینګار لري.

اعلامیه زیاتوي، چې د افغانستان او اسلامي نړۍ علماو په واضح ډول ویلي، چې په افغانستان کې جګړه هېڅ ډول دیني مشروعیت نه لري او د دغه جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول شرعي توجیه نشته، نو د طالبانو دغه ادعا چې د جګړې اعلان یې د افغانستان حکومت د اعلان په ځواب کې کړی، هم ناسمه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي،«نو ځکه د افغانستان  خلک او حکومت له هغو افغان ځوانانو چې د طالبانو په جنګي لیکو کې دي او د دغې ډلې د رهبرۍ او سیمه ییزو حامیانو د قدرت طلبانه  موخو وسیله شوي، غواړي چې د هغوی پر خبرو ونه غولېږي او نور دې د خپلو مسلمانو خوېندو او ورونو ترمنځ د وېرې او وحشت جوړولو لپاره د پردیو وسیله نه شي.»

دغه راز په اعلامیه کې پر هغه طالب مشرانو، چې د افغانانو پر وړاندې د دغه جګړې مخالف دي هم غږی شوي، چې د خپل ولس تر څنګ ودرېږي او د دغه نامشروع اقدام پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

افغان حکومت ټینګار کړی، چې دوی جګړه نه بلکې سوله غواړي خو پر افغان ځواکونو یې غږ کړی، چې د خپل ولس او خاورې د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي او په کلکه دې ترې دفاع وکړي.

په اعلامیه کې یو ځل بیا پر طالب مشرانو غږ شوی، چې د دغې نامشروع او تحمیلي جګړې څخه دې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو لپاره دې د افغانستان د دولت او خلکو له قید او شرط پرته دعوت ته لبیک و وایي.

باید  و ویل شي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو دغه عملیات په کلکه غندلي او له پاکستان، قطر، نورو هېوادونو او افغانانو یې غوښتي، چې هغوی یې هم وغندي او پر وړاندې یې په یوه خوله ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي