۰

غزنی کې له ۴۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۷
د غزني سیمه ییز چارواکو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال له ۴۰ زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
غزنی کې له ۴۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي
د غزني سیمه ییز چارواکو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال له ۴۰ زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزنی د والي ویاند محمد عارف نوري نن یکشنبې د وري ۲۵ مه اعلام کړی، چې افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه او نن سهار د ګیلان ولسوالۍ په اټک او لونګ کلیو کې عملیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه عملیات په یادو سیمو کې د طالبانو په مرکزونو چې په وچو کارېزونو کې یې جوړ کړي و تر سره شوي دي.

د هغه په وینا په دې عملیاتو کې له ۴۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز د هغوی ۲۳۰ میله ډول ډول وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د غزني د والي ویاند وايي، د طالبانو پر ضد د کماندو ځواکونو دغه عملیات لا هم په ګیلان، ګیرو، خواجه عمري ولسوالیو او ځينو نورو سیمو کې دوام لري.

باید و ویل شي، چې طالبانو وړمه ورځ د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل، چې ورسره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دوی او افغان ځواکونو تر منځ نښتې زیاتې شوې دي.

بل خوا ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په سره کلا سیمه کې د وسله والو طالبانو اړوند د چاودیدونکو توکو یوه لویه دیپو کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

ملي امنیت وايي، په یاده دیپو کې (۱۰۵) کړۍ بیلابیل ډوله ماینونه، د ماینونو(۸۰) عدده ریموټ کنټرولونه، (۸) جوړي پوځي جامي، یو میل تمانچه او یو عدد ذره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي چې ماینونه یې په سیمه کې خنثي شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي