۰

نړیوال بانک له سولې وروسته افغانستان سره ۱۸ میلیارد ډالر مرسته کوي

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۷
راپورونه وايي، نړیوال بانک په پام کې لري، چې له افغانستان سره د سولې تر رامنځ ته کېدو وروسته ۱۸ میلیارد امریکايي ډالر مرسته وکړي.
نړیوال بانک له سولې وروسته افغانستان سره ۱۸ میلیارد ډالر مرسته کوي
راپورونه وايي، نړیوال بانک په پام کې لري، چې له افغانستان سره د سولې تر رامنځ ته کېدو وروسته ۱۸ میلیارد امریکايي ډالر مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا څانګې چارواکو په دې اړه د نړیوال بانګ، نړیوالو مرستندویه هېوادونو او افغان چارواکو سره خبرې کړي دي.

سرچینه وايي، د جنوبي اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په نړیوال بانک کې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي له مرستیال، افغان چارواکو او نړیوالو مرستندویانو سره تر سولې وروسته پړاو کې پر نړیوالو مرستو او د خصوصي سکتور پر پیاوړي کولو خبرې کړې دي.

راپورنه وايي،نړيوال بانک له طالبانو سره د سولې په صورت کې د هغو سیمو لپاره اتلس میلیارده ډالره مرسته په نظر کې نیولې، چې په تېرو اتلس کلونو کې د جګړې شاهدې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ویل کېدل چې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې یا یو اېس آی ډي په افغانستان کې له سولې وروسته د یو شمېر لویو او ټولو ګټو پروژو د پلي کولو تابیا کړې ده.

د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره، یوې باوري سرچینې څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې دوی ته سپارښتنه شوې، چې خپلې سترې پروزې تر سولې وروسته پړاو ته وځنډوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي