هرات ولایت کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې د چاودنو په وینا خلکو ته یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر مخې سیمه ییز چارواکي وايي، سېلابونه د هرات په ډېری ولسوالیو کې راوتلي، خو په ادرسکن کې یې زیات زیان اړولی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فراد ویلي د سېلابونو له امله تر اوسه ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د سېلابونو له امله د هرات – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هرات کې ټولو ادارو ته د بېړني حالت اعلان شوي او دغه راز افغان پوځ له سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې پیل کړې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، افغان پوځ ګڼ شمېر هغه کسان چې د باروانو او سېلاب له ګواښ سره مخ و، خوندي ځایونو ته لېږدولي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
لارې او کوڅې د اوبو له امله بندې شوې او کابل ښاروالۍ د کابل سیند څېرمه خلکو ته هم خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو او هټیو و وځي.
باید و ویل شي، چې د ولایتونو تر څنګ له تېرو څو ورځو راهیسې پلازمېنه کابل کې هم سخت ورښتونه پیل شوي او اوبه راپورته شوې دي.
د دغه سېلابونو له امله د کندهار- جلال اباد لویه لار هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
جمهورخبري آژانس: هرات