فراه کې مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله نیول شوی دی

28 حمل 1398 ساعت 14:54

د کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، ملا عزیزالله مشهور په ذکریا په فراه ښار کې نیول شوی دی.

د هغه په وینا ملا عزیزالله په هلمند، بادعیس، هرات، نیمزوز او فراه ولایتونو کې ترهګر فعالیتونه درلودل او د طالبانو یو مشهور قوماندان وو.

د رحیمي په وینا ملا عزیزالله یوه اوونۍ وړاندې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې تر ټپي کېدو وروسته فراه ته تښتېدلی وو.

نوموړي وایي، د کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115582

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115582/

جمهور
  https://www.jomhornews.com