۰

فراه کې مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله نیول شوی دی

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
فراه کې مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله نیول شوی دی
د کورنیو چارو وزارت په فراه ولایت کې د مشهور طالب قوماندان ملا عزیزالله د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، ملا عزیزالله مشهور په ذکریا په فراه ښار کې نیول شوی دی.

د هغه په وینا ملا عزیزالله په هلمند، بادعیس، هرات، نیمزوز او فراه ولایتونو کې ترهګر فعالیتونه درلودل او د طالبانو یو مشهور قوماندان وو.

د رحیمي په وینا ملا عزیزالله یوه اوونۍ وړاندې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې تر ټپي کېدو وروسته فراه ته تښتېدلی وو.

نوموړي وایي، د کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي