د امریکا د پوځ پخواني مرستیال لوی درستیز جنرال جک کېن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له لوري د افغانستان د سولې پر روانو خبرو شک ښودلی او ویلي یې دي، خلک باید په دې پروسه شک ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څلور ستوزیز جنرال، چې اوس د جګړې د مطالعاتو د انستېتیوت د مشرتابه پلاوي رییس دی، دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د فاکس نیوز خپرونې سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي د فاکس نیوز په (امریکا نیوزروم) خپرونې کې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د متحدو ایالتونو پر روانو هلوځلو خبرې وکړې.
د هغه په وینا په دې روانو خبرو ځکه شک پکار دی، چې د افغانستان حکومت د طالبانو په ګټه څنګ ته پرېښودل شوی دی.
جنرال کېن ویلي« همدا وجه ده چې موږ شک لرو. موږ د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې قطعاً نه دي پیل کړي. دا به وضعیت بیخي پېچلی کړي، او باید اوږده لار په مخ کې ولرو.»
د جګړې د مطالعاتو د انستېتیوت د مشرتابه پلاوي رییس جنرال کېن دا هم زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي او دې هېواد طالبان خبرو ته حاضر کړي دي.
دغه پخوانی امریکايي جنرال پر داسې مهال د افغانستان د سولې په روانو خبرو شک څرګندوني، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وار وار ویلي، چې دوی د افغان سولې د خبرو په اړه وخت په وخت افغان حکومت ته معلومات ورکړي او له هغوی سره په همغږۍ تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل