۰

بلوچستان کې ناپېژانده وسله والو ۱۴ مسافر وژلي دي

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
پاکستاني رسنۍ وايي، بلوچستان ایالت کې ناپېژانده وسله والو کسانو ۱۴ مسافر له یوه بس موټر تر ښکته کولو وروسته په ډزو وژلي دي.
بلوچستان کې ناپېژانده وسله والو ۱۴ مسافر وژلي دي
پاکستاني رسنۍ وايي، بلوچستان ایالت کې ناپېژانده وسله والو کسانو ۱۴ مسافر له یوه بس موټر تر ښکته کولو وروسته په ډزو وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د وري ۲۸ مه) د بلوچستان – کراچۍ پر لویه لار د اورماړه د بزی ټاپ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بلوچستان د پولیسو یو جنرال محسن حسن بټ ویلي ناپېژانده وسله والو د هغه کسانو شپږ موټر چې ګوادر بندر ته تلل راتل د شپې په یاده سیمه کې درولي دي.

د نوموړي په وینا، وسله والو د مسافرو له پېژندپاڼو کتلو وروسته هغوی له موټره ښکته کړي او ډزې یې پرې کړې، چې ۱۴ تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.

دی وايي، وسله والو ټولټال ۱۶ تنه مسافر برمته کړي و، چې دوه تنه ترې په تېښته بریالي شوي او ځان یې د پولیسو پوستې ته رسولی دی.

دغه پولیس مشر زیاته کړې، چې د پېښې د قربانیانو جسدونه نېږدې روغتون ته لېږدول شوي، چې د هغوی او د وسله والو د پېژندنې لپاره څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي