عمران خان:

نور د سولې به برخه کې افغان حکومت ته هېڅ ډول مشوره نه ورکوو

31 حمل 1398 ساعت 9:08

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته به د افغانستان حکومت ته د سولې د ټنګښت په برخه کې هېڅ ډول مشوره نه ورکوي، ځکه په وینا یې افغان حکومت دغه مشوره مداخله بولي.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته به د افغانستان حکومت ته د سولې د ټنګښت په برخه کې هېڅ ډول مشوره نه ورکوي، ځکه په وینا یې افغان حکومت دغه مشوره مداخله بولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې پرون جمعه د وري ۳۰ مه په قبایلي سیمه اورکزی اېجنسي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې.

نوموړي ویلي، چې نور به د افغانستان د سولې په برخه کې مشوره نه ورکوي، بلکې د سولې د ټنګښت لپاره به یوازې دعا کوي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې په ټنښت سره په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه زیاتېدای شي.

باید و ویل شي، چې وړاندې تر دې عمران خان دوه ځلې په افغانستان کې د سولې د ټنښت لپاره د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو وړاندیز کړی و، خو دغه وړاندیز د افغانستان له خوا په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلل شوه.

افغان حکومت، په کابل کې د امریکا سفارت او دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران په دغه څرګندونو نیوکې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com