۰
عمران خان:

نور د سولې به برخه کې افغان حکومت ته هېڅ ډول مشوره نه ورکوو

شنبی ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته به د افغانستان حکومت ته د سولې د ټنګښت په برخه کې هېڅ ډول مشوره نه ورکوي، ځکه په وینا یې افغان حکومت دغه مشوره مداخله بولي.
نور د سولې به برخه کې افغان حکومت ته هېڅ ډول مشوره نه ورکوو
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته به د افغانستان حکومت ته د سولې د ټنګښت په برخه کې هېڅ ډول مشوره نه ورکوي، ځکه په وینا یې افغان حکومت دغه مشوره مداخله بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې پرون جمعه د وري ۳۰ مه په قبایلي سیمه اورکزی اېجنسي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې.

نوموړي ویلي، چې نور به د افغانستان د سولې په برخه کې مشوره نه ورکوي، بلکې د سولې د ټنګښت لپاره به یوازې دعا کوي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې په ټنښت سره په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه زیاتېدای شي.

باید و ویل شي، چې وړاندې تر دې عمران خان دوه ځلې په افغانستان کې د سولې د ټنښت لپاره د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو وړاندیز کړی و، خو دغه وړاندیز د افغانستان له خوا په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلل شوه.

افغان حکومت، په کابل کې د امریکا سفارت او دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران په دغه څرګندونو نیوکې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي