په قطر کې د بین الاافغاني ناستې تر لغوه کېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پخواني ولسمشر کرزي او طالبانو غبرګون ښودلی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، د افغان حکومت او سیاسیون سره د طالبانو ناسته د اپریل له ۱۹ مې تر ۲۱ مې په دوحه کې تر سره شي.
خو د افغان حکومت په وینا پرون د قطر څخه د ناستې د ګډون کوونکو په اړه د یوه نوي نوملړ دوی ته ورسېده، چې پر بنسټ یې دغه غونډه لغوه اعلان شوه.
افغان حکومت وايي، په دغه نوملړ کې د افغان ولس د ګډون توازن په پام کې نه و نیول شوی او دا د ولس ارادې ته د بې احترامۍ په مانا ده، او دا عمل افغان ولس ته د منلو نه دی.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر د دغه نوملړ په اړه د سیاسي مشرانو سره تر لاسه مشورو وروسته دغه نوملړ د منلو وړ ونه باله او یاده غونډه لغوه اعلان شوه.
د دې ناستې لغوه کېدو ته په غبرګون کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خواشني څرګندنه کړې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړي، چې د یوه ټول شموله نوملړ او بین الاافغاني خبرو لپاره یوې اجماع ته سره ورېږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي، چې د افغان ولس په ډېر ژر د بین الاافغاني خبرو او سولې د رامنځ ته کولو لپاره لاس په کار او ګړندي ګامونه پورته کړي.
وسله والو طالبانو بیا د دغه ناستې د لغوه کېدو پړه پر افغان حکومت ور اچولې او ویلي یې دي، دوی تمه درلوده، چې د دوحې غونډه به هم د مسکو په څېر تر سره شي، خو افغان حکومت هڅه وکړه، چې تر څو دغه غونډې ته د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو بڼه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل