سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نور ویلي، طالبانو دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اړول شوې ده.
د نوري په وینا افغان ځواکونو او ائتلافي ځواکونو له پرون راهیسې د غزني په ګیرو، ګیلان، آب بند، ناوې او اندړو ولسوالیو کې ځانګړي عملیات کړي.
نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپیان او د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه یې کشف او تره شوې ده.
د غزني د وايي ویاند زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر او څلور عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دغه عملیاتو د آب بند په خدو، اټک، کودي، د ګیرو په احد او بابکرخېل، د اندړو تنګي، او ناوې په کراو الدین کلیو کې تر سره شوي دي.
د غزني چارواکو وايي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
د غزني چارواکي پر داسې مهال په دغه ولایت کې د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، چې تېره ورځ دغه ولایت ته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزراتونو سرپرستان او دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ورغلي و.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه ناسته کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې غزنی به بیا د طالبانو له خوا سقوط نه شي.
جمهورخبري آژانس:غزني