۰

کابل کې د محمد علي جناح روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شنبی ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
کابل کې د پاکستان په مرسته جوړی شوی د محمد علي جناح روغتون د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش او د پاکستان د پارلماني چارو علي محمد خان له خوا پرانستل شو.
کابل کې د محمد علي جناح روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل کې د پاکستان په مرسته جوړی شوی د محمد علي جناح روغتون د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش او د پاکستان د پارلماني چارو علي محمد خان له خوا پرانستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه روغتون د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د پاکستان په ۲۴ میلیون ډالرو مالي لګښت جوړ شوی، چې نن شنبې د وري ۳۱ مه پرانستل شو.

ښاغلي دانش د دغه رغتون د پرانسې په مراسمو کې و ویل، چې په اوس وخت کې روغتیا، عدالت او پوهنه د ټولو لپاره زموږ شعار دی خو دا، چې د دولت امکانات محدود دي، نه شو کولای دغه شعار په عمل کې ثابت کړو.

نوموړي زیاته کړه«لا هم باید د درملنې لپاره ګڼ شمېر خلک بهر ته لاړ شي، او لا هم زموږ خدمتونه د کیفیت له اړخه ټیټ دي، لا هم مناسب کیفیت او تجهیزات او ډاکټران نه شته.»

بل خوا دانش په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې پاکستان باید د افغانستان په سوله کې هم مهمه او ارزتښنانه ونډه ولري او دا هېواد کولی شي د بل هر هېواد په پرتله له طالبانو سره د سولې په خبرو کې رول ولوبوي.

ښاغلي دانش وايي، له پاکستانه تمه لري او په جدي توګه ترې غواړي، چې د سولې په برخه کې د افغانانو په محوریت د بین الافغاني مذاکراتو له پیل څخه د افغان دولت جدي ملاتړ وکړي.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ښاغلي علي محمد خان هم په دغه ناسته کې وویل، چې د دغه روغتون جوړول افغانستان ته د پاکستان د تعهد او اخلاص ښکارندویي کوي.

د هغه په وینا د دغه روغتون افتتاح به هېڅ کله د پاکستان د همکاریو پای نه وي، بلکې دا یې پیل او شروع دی،هم د روغتیا په سکتور کې او هم په نورو برخو کې.

په دغه مراسمو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر و ویل، چې دغه روغتون کې به تخصصي او فوق تخصصي خدمتونه وړاندې شي او په راتلونکې کې به د ګردې پیوند او د سرطان درملنه هم په دغه روغتون کې منځ ته راشي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروزخبریالانو ته وویل، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د خلکو ستونزې احساسوي او هڅه کوي دغو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي