سیمه ییز چارواکي وايي، د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې دوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن یکشنبې د غوايي اوله نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه انسان تښتونکي په خوږیاڼو ولسوالۍ کې نیول شوي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي، چې پر مهال یې دوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
خبرپاڼه وايي، دغه انسان تښتوونکو د یوه انجینر په تښتونه کې لاس درلود او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو د ډلې دوه مشهور غړي نیولي وو.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار