۰

د نغلو برېښنا بند ظرفیت له ۵۰ و ۱۰۰ میګاواټ ته لوړ شو

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د دوه پایې توربینونو په ترمیم سره د نغلو د برېښنا بند ظرفیت له ۵۰ و ۱۰۰ میګاواټ ته لوړ شوی دی.
د نغلو برېښنا بند ظرفیت له ۵۰ و ۱۰۰ میګاواټ ته لوړ شو
د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د دوه پایې توربینونو په ترمیم سره د نغلو د برېښنا بند ظرفیت له ۵۰ و ۱۰۰ میګاواټ ته لوړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نغلو برېښنا بند چې ټول ۴ توربینونه لري د هېواد د برېښنا د تولید په برخه کې یوه لویه سرچینه بلل کېږي.

د دغه بند هر یو توربین ۲۵ میګاواټ برېښنا تولیدوله، خو یو توربین یې ۸ کاله وړاندې او بل هغه یې دوه نیم کاله وړاندې د تخنیکي ستونزو له امله د کاره لوېدلي وو.

خو د برېښنا شرکت نن یکشنبې د غوايي اوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه بند خراب شوي دوه توربینونه د نړیوال بانګ په مالي مرسته بېرته رغول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې توربینو په جوړېدو سره د یاد برېښنا بند د تولید ظرفیت له ۵۰ و ۱۰۰ میګاواټ ته لوړ شو، چې ورسره به د برېښنا د کمښت ستونزه هم تر یوې کچې راټیټه شي.

باید و ویل شي، چې له دې پرته د ماهیپر او سروبي بندونه هم هر یو ۵۸ او ۲۲ میګاواټ برېښنا تولیدوي او کابل ته برېښنا ورکوي.

خو له دې سره هم کابل په اوړي او ژمني کې له ۶۵۰ تر ۷۲۰ میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري، چې ۳۰۰ میګاواټه یې له وارداتي او ۹۰ میګاواټ یې له حرارتي لارې تر لاسه کېږي.

برېښنا شرکت تمه لري، چې د شمال څخه د ۵۰۰ کیلوولټ مزي په بشپړېدو او د ترکمنستان او ازبکستان څخه د زر زر (۱۰۰۰) میګاواټ برېښا په وارېدولو سره به د کابل، ننګرهار، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، کندهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست د برېښنا ستونزه هم حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي