هلمند کې یو طالب ولسوال نیول شوی دی

1 ثور 1398 ساعت 15:17

د ملي امنیت ریاست د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نیولو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت ریاست د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن یکشنبې د غوايي اوله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملا عبدالغفور د ملا صفت الله زوی د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ملا عبدالغفور د طالبانو له خوا د موسی کلا ولسوالۍ لپاره ولسوال وو، چې په همدې ولسوالۍ کې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

خبرپاڼه وايي، له دې طالب ولسوال څخه درې میله کلاشنکوفونه، یو میل تومانچه، شپږ سوره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، یو عراده موټر، یو عراده موټر سایکل، یوه پایه مخابره او لسګونه تبلیغاتي پاڼې نیول شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115727

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115727/

جمهور
  https://www.jomhornews.com