۰

هلمند کې یو طالب ولسوال نیول شوی دی

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۷
د ملي امنیت ریاست د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نیولو خبر ورکړی دی.
هلمند کې یو طالب ولسوال نیول شوی دی
د ملي امنیت ریاست د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن یکشنبې د غوايي اوله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملا عبدالغفور د ملا صفت الله زوی د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ملا عبدالغفور د طالبانو له خوا د موسی کلا ولسوالۍ لپاره ولسوال وو، چې په همدې ولسوالۍ کې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

خبرپاڼه وايي، له دې طالب ولسوال څخه درې میله کلاشنکوفونه، یو میل تومانچه، شپږ سوره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي، یو عراده موټر، یو عراده موټر سایکل، یوه پایه مخابره او لسګونه تبلیغاتي پاڼې نیول شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي