۰

سریکلانکا کې د مرګ ژوبلې شمېر کابو ۸۰۰ تنو ته رسېدلی

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
راپورونه وايي، په سریلانکا کې د پرونو چاودنو له امله د مرګ ژوبلې شمېره کابو ۸۰۰ تنو ته رسېدلې ده.
سریکلانکا کې د مرګ ژوبلې شمېر کابو ۸۰۰ تنو ته رسېدلی
راپورونه وايي، په سریلانکا کې د پرونو چاودنو له امله د مرګ ژوبلې شمېره کابو ۸۰۰ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د غوايي اوله د سریلانکا پلازمېنه کولمبو په دریو کلیساو او درې هوټلونو کې پرلپسې چاودنې وشوې.

سریلانکايي رسنیو ویلي و، درې پرلپسې چاودنې، د سنت آنتونیو، کاتوواپیتیا، او یوه بله کلیسا او دغه راز درې چاودنې بیا شانګریلا، کینګزبري او یوه بل هوټل شوې دي.

وروستي راپورونه وايي، په دغه چاودنو کې ۲۹۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

د سریلانکا حکومت ویلي، له پېښو سره د اړیکو په تور یې تر دې دمه ۱۳ کسان نیولي دي او په دې اړه جدي پلټنې روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې ددغه پر له پسې خونړیو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د سویلي اسیا په دغه کوچني هیواد کې د راجاپاکسا په مشرۍ حکومت د تامیل پړانګانو د څو لسیزو بغاوت او جګړه په وچ زور پایته ورسوله.

خو دا تر اوږدې مودې او د تامیل پړانګانو د جګړو تر پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې په دغه هېواد کې بریدونه تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي