۰

کابل کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټر په کشف او تر لاسه کولو سره د یوې خونړۍ ترهګرې پېښې مخنوی وکړ.
کابل کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټر په کشف او تر لاسه کولو سره د یوې خونړۍ ترهګرې پېښې مخنوی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د غوايي ۲ مه په یوه خبربانه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر نیولی دی.

خبرپاڼه وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د دغه موټر په واسط په کابل ښار کې یو خونړی برید تر سره کړي، خو پولیسو یې پر وخت مخنیوی وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو پر دې پټنځایه په عملیاتو کې دوه قبضې راکټ، یو میل پیکا، یو میل کلاشنکوف، یو میل لس ټکه، ۳۵۰ کیلوګرامه چرس او یوه اندازه مهمات هم تر لاسه شوي دي.

پولیس پر داسې مهال کابل کې د یوه خونړي برید مخه نیسي، چې وړمه ورځ په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ډلیز وسله وال ځانمرګي برید کې ۱۰ تنه و وژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي