۰

د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره همکارۍ ته چمتو یو

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، په افغانستان کې روانه ترهګرۍ له پولې د باندې ریښې لري او له بهره یې تجهیز او ملاتړ کېږي.
د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره همکارۍ ته چمتو یو
کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، په افغانستان کې روانه ترهګرۍ له پولې د باندې ریښې لري او له بهره یې تجهیز او ملاتړ کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کمار دغه څرګندونې پرون دوشنبې د غوايي ۲ مه کابل کې د افغان ځواکونو معلولو سرتېرو ته د ویلچرونو د ورکړې پر مهال وکړې.

دغه مراسمو کې چې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم شتون درلود، هند د افغان ځواکونو له معلولو سرتېرو سره د ۱۰۰ ویلچرونو مرسته وکړه.

په همدې مراسمو کې د هند سفیر وینی کمار و ویل، چې روانه ترهګري د افغانستان له پولو د باندې رېښې لري او هند له افغان ځواکونو سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

نوموړي زیاته کړهو چې افغان امنیتي ځواکونه نه یوازې د خپلو خلکو، بلکې د بشریت په استازیتوب د ترهګرۍ پر وړاندې جنګېږي.

بل خوا د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د مرستو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه دوستان دي په داسې حال کې چې ځینې نور ګاونډیان بیا افغانستان ته ترهګري رالېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي