۰

طالبانو غوښتل د کابل-کندهار لار تخریب کړي خو پلان یې شنډ شو

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د کابل- کندهار لویه لار تخریب کړي، خو افغان ځواکونو یې پر وړاندې عملیات وکړل او پلان یې ورشنډ کړ.
طالبانو غوښتل د کابل-کندهار لار تخریب کړي خو پلان یې شنډ شو
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د کابل- کندهار لویه لار تخریب کړي، خو افغان ځواکونو یې پر وړاندې عملیات وکړل او پلان یې ورشنډ کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي، طالبانو له څو ورځو راهیسې پلان درلود، چې د کابل – کندهار لویه لار د غزني د قرباغ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې تخریب کړي.

د هغه په وینا طالبانو په دې کار سره غوښتل یوه بلې فرعي لارې ته زمینه برابره کړي، تر څو موټر پرې هغې ورشي او دوی ترې پیسې واخلي.

خو افغان ځواکونو پرې ځانګړي عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د ذاهد او منور په نومونو دوه طالب قوماندان چې د یادې لارې د تخریب پلان یې درلود وژل شوي دي.

عارف نوري وايي، ذاهد او منور طالب وسله والو پر دې سربېره په یاده لار د موټرو څخه د پیسو اخیستو مسوولیت هم لاره، چې ورسره ۷ نور طالبان هم وژل شوي او پنځه تنه ټپیان دي.

بل خوا د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې په جنوبي او جنوب ختیځو منګور، پیر شهباز او قرباغ کې د امنیتي پوستو او امنیتي بیزونو او کمربندونو جوړولو چارې هم پیل شوې دي.

نوري زیاتوي، دغه سیمې د طالبانو د سوق او ادارې مرکزونه دي او طالبان خپل صحرايي محکمې هم په دې سیمو کې تر سره کوي.

د غزني چارواکي وايي، په دې امنیتي اقدامونو سره دوی غواړي پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو کچه ټیټه او کنټرول کړي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي