۰
الټرنېټ:

امریکا په افغانستان کې د خپلو جنایتونو د پلټنې مخه نيسي

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
الټرنېټ امریکايي نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنایتونو د پلټنې مخه نیسي.
امریکا په افغانستان کې د خپلو جنایتونو د پلټنې مخه نيسي
الټرنېټ امریکايي نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنایتونو د پلټنې مخه نیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په په دې مقاله کې راغلي، امریکايي ځواکونو د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د عامو وګړو په وژلو کې لاس لرلی دی او پراخ وحشتونه یې کړي دي.

په مقاله کې ویل شوي، امریکا په لرو پرتو سیمو کې چې د رسنیو لاسرسی ورته نشته، عام خلک له کورونو ایستلي، وژلي یې دي، بندیان کړي یې دي او داسې کورنۍ هم شته چې ځينې خپل خپلوان یې تر ننه لا درکه دي.

سرچینه زیاتوي، د همدغو وحشتونو په دوام د پخواني ولسمشر او امریکايي ځواکونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، ځکه حامد کرزي ته د امریکا د جنګي جنایتونو دقیق راپورونه ورلېږل کېدل او هغه په ځلونو د دغه لړۍ د پای غوښتنه کړې وه.

د مطلب لیکوال وایي، اوس امریکا په نړیواله کچه د خپل حیثیت د ساتلو لپاره د دغه جنایتونو د څېړنې پر وړاندې خنډ جوړوي او د پلټنو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار نړیواله ډله هم وايي، په افغانستان کې د طالبانو، افغان ځواکونو او امریکايي په تېره سي ای اې ځواکونو له لوري د عامو وګړو حقوق تر پښو لاندې شوي او د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې اړه پلټڼې وکړي.

سرچینه وايي، د افغانستان په جګړه کې په سلګونو داسې پېښې شوې چې د خلکو او رسنیو له سترګو پنا دي خو د جرمونو نړیوالې محکمې دا هیلې پيدا کړې وې، چې دغه پېښې به څېړي او مجرمین به یې خپله سزا ویني.

دغه ډله زیاتوي، د جرمونو د نړیوالې محکمې پر پرېکړه چې ویلي یې وو، په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه نه څېړي، خواشیني ښيي او ټینګار کوي چې دغه محکمه دې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي، په افغانستان کې زرګونه خلک عدالت غواړي او یو بنسټ باید وي چې ددوی غږ واوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي