۰
یوناما:

افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ۲۳ سلنه ټیټه شوې ده

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۰
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې ده.
افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ۲۳ سلنه ټیټه شوې ده
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن چهارشنبې د غوايي ۴ مه د روان میلادي کال د لومړۍ ربع معلومات په یوه راپور کې خپاره کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال د ملکي تلفاتو په کچه کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.

خو په راپور کې یې په لومړي ځل اعلان کړی، چې د دغه مرګ ژوبلې ډېره برخه د دولت د مخالفیینو په پرتله د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا ملکي وګړو ته اوښتې ده.

یوناما  وايي، د ۲۰۱۹ کال لومړۍ ربعه کې په افغانستان کې ۱۵۰ ماشومان وژل شوي او ۴۳۲ نور ټپیان شوي.

یوناما وايي، په یاده موده کې د ټول ټال ملکي مرګ ژوبلې شمېر ۱۷۷۳ کسه و، چې ۵۸۱ په کې وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، ښايي د ملکي تلفاتو دا کمېدل په ژمي کې د ډېرو بریدونو نه کېدو له کبله شوي وي.

یوناما وايي، د تېر ۲۰۱۸ کال همدې مودې پرتله چې ۷۵۱ ولسي وګړو ته په ۱۹ پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې وه، سږ کال په لومړۍ ربع کې دا مرګ ژوبله ۱۷۸ کسه وه.

راپور زیاتوي، چې د حکومت پلوو ځواکونو له خوا په هوايي بریدونو کې ۴۱ سلنه او په چاڼیزو عملیاتو کې ۸۵ فیصده ډېروالی راغلی دی، چې یوناما یې اندېښمنه کړې ده.

یوناما، هوايي بریدونه د ولسي مړینې لوی لامل او ورپسې هدفي وژنې او د جګړې د پاتې شویو توکو چاودل د ولسي تلفاتو ستر عوامل ګڼي.

په راپور کې ویل شوي، د ۲۰۱۹ کال لومړیو درېیو میاشتو کې دولت ضد عناصر د ډېری ملکي تلفاتو مسؤول پاتې شوي، چې په بریدونو کې یې ټول ټال ۹۶۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله (۲۲۷ وژل شوي او ۷۳۶ ټپیان) اوښتې، چې دا د تېر کال د همدې مودې پرتله ۳۶ سلنه کموالی ښيي.

سرچینې طالبانو ته ۳۹ سلنه، داعش ته ۱۲ سلنه او نا پېژاندو دولت ضد عناصرو ته درې سلنه ملکي تلفات منسوب کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي