د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ په یوه راپور کې وايي، په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي جرګې ۶۱ سلنه استازو د جرګې په عمومي غوندو کې حضور نه درلوده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بنست له خوا په نوي خپاره شوي راپور کې راغلي دي، چې د ولسي جرګې ۷۳ جلسو نصاب نه درلود او یوازې د ۹ ولایتونو استازو ولایتي راپورونه جلسې ته وړاندې کړي دي.
د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ سرپریت عنایت الله عثماني نن چهارشنبې د غوایي ۴مه د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې ه ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ولسي جرګې د غړو حضور ۳۹ سلنه او عدم حضور یې ۶۱ سلنه و چې دا یوه لویه ننګونه ده.
د هغه په وینا په لوړو پوسټونو کې د خپلو خپلوانو ګمارل، د اداري پلاوي کمزورتیا، په سوداګریزو کارونو بوختېدل او عدم تخصص له نورو ستونزو دي، چې وکیلانو درلودې.
دغه راز د وزیرانو د استضاح پرمهال د موثق او کره اسنادو نه لرل، د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پټې معاملې، له موکلیونو سره نه کتل او د استجوابیه ناستو بې نتیجې پای ته رسېدل نورې هغه ستونزې وې، چې وکیلان پرې اخته وو.
د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ نوی راپور پر داسې مهال خپرېږي، چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ د ملي شورا ۱۷ مه تقنني دوره رسمآ پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل