۰

راتلونکې ټوله اوونۍ رخصتي ده

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سولې د لویې مشورتي جرګې په خاطر راتلونکې ټوله اوونۍ رخصتي اعلان کړې ده.
راتلونکې ټوله اوونۍ رخصتي ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سولې د لویې مشورتي جرګې په خاطر راتلونکې ټوله اوونۍ رخصتي اعلان کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راتلونکې یکشنبې د غوايي ۸ مه د اسلامي انقلاب د بریا له ورځې سره برابره ده او د اساسي قانون د ۴۱ مادې د ۴ جز له حکم سره سم په ټول هېواد کې رخصتي ده.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه ورځې د لمانځلو او د اساسي قانون د ۴۱ مادې د ۱۱ جز له حکم سره سم د لویې مشورتي جرګې په خاطر د غوايي له ۷ مې تر ۱۲ پورې یوازې په کابل ښار کې رخصتي ده.

باید و ویل شي، چې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه د غوايي په ۹ مه پیلېدونکې ده، چې د دریو ورځو لپاره به دوام وکړي.
دغه جرګې ته شاوخوا ۳ زره کسان رابلل شوي، چې حکومت ته د سولې په اړه کړنلاره په ګوته کړي.

جرګې ته له ولایتونو د استازو د رالېږدولو لړۍ له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پیل شوې، چې په لومړۍ جوپه کې د اروزګان ولایت استازي کابل ته راورسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي