۰

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن جوړېږي

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
ټاکل شوې د افغان سولې پر سر د روسیې، امریکا او چین درې اړخیزه غونډه نن پنشنبې د غوايي ۵ مه مسکو کې جوړه شي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن جوړېږي
ټاکل شوې د افغان سولې پر سر د روسیې، امریکا او چین درې اړخیزه غونډه نن پنشنبې د غوايي ۵ مه مسکو کې جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې دی په دغه غونډه کې ګډون کوي او هڅه به وکړي، چې د افغان سولې لپاره نړیوال ملاتړ لا غښتلی دی.

ویل کېږي په دې ناسته کې به درې واړه لوري د افغان سولې په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړي او دغه راز به له طالبانو وغواړي، چې په بین الاافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

افغانستان کې یو شمېر بهرني ديپلوماتان په دې باور دي، چې روسیه او چین کولی شي، د افغان سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د دوی په وینا روسیه او چین کولی شي پر طالبانو فشار راوړي، چې په بین الاافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو څخه انکار کړی دی.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت، سیاسیون او طالبانو تر منځ د اپریل په ۱۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د یوې ناستې زمینه برابره شوې وه، خو د ګډونوالو د نوملړ پر سر د اختلاف له امله په وروستیو شېبو کې دغه غونده لغوه شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي