۰
جان سوپکو:

افغانستان کې د سولې موافقه ښايي د یوې نوې بې ثباتۍ سبب شي

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د سولې موافقه ښايي په دغه هېواد کې د یوې نوې بې ثباتۍ سبب شي.
افغانستان کې د سولې موافقه ښايي د یوې نوې بې ثباتۍ سبب شي
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د سولې موافقه ښايي په دغه هېواد کې د یوې نوې بې ثباتۍ سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سوپکو دغه څرګندونې واشنګټن کې له خبریالانو سره کړې او ویلي یې دي، کېدی شي د سولې موافقه په افغانستان کې د ژور داخلي خفګان سبب شي.

د هغه په وینا دوی ټول سوله غواړي، خو اندېښنه ده، چې د سولې موافقې هڅونه به د سولې تړون د تل پاتې اغېزو د پلان جوړونې چارې تر سیوري لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې نېږدې یو تریلیون ډالر لګولي، خو که چېرې د سولې تر تړون یوه ورځ وروسته د یوه بشپړ ناسم مدیریت سره مخ شو، نو دا ټول په خطر کې دي.

جان سوپکو د افغان حکومت خراب مالي وضعیت او د افغان امنیتي ځواکونو د معاشونو په برخه کې پر امریکا متکي توب هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، پر افغان حکومت د مالي ملاتړ او د امریکايي او ائتلافي ځواکونو کمېدل به د حکومت د ړنګېدو په مانا وي.

هغه ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو، بیا رغونې، روغتیا، پوهنې، د ښځو اړوند او ځینو نورو مسایلو کې بریالیتوبونه تر لاسه شوي، خو که د سولې په خبرو کې له دغو ساتنه ونه شي له خطر سره به مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي