۰
رباني:

تمه ده د مسکو کنفرانس د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع سبب شي

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، تمه ده، چې مسکو کنفرانس د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کېدو سبب شي.
تمه ده د مسکو کنفرانس د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع سبب شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، تمه ده، چې مسکو کنفرانس د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کېدو سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني دغه څرګندونې نن پنشنبې د غوايي ۵ مه کابل کې حکومت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وکړې.

نوموړي خپلو خبرو کې مسکو کې د روسیې، امریکا او چین تر منځ د درې اړخیزه ناستې هرکلی وکړ او هیله یې وښوده، چې دا غونده به د افغان سولې په برخه کې ګټوره ثابته شي.

ښاغلي رباني زیاته کړه، افغانستان له دې غونډې د ښو پایلو په تمه دی او ټینګار یې وکړ، چې افغان حکومت تل د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کېدو هڅه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره و ویل، افغان حکومت تمه لري، چې د مسکو ناسته به د دغه اجماع د رامنځ ته کېدو لپاره ګټوره وي.

رباني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن په مسکو کې د روسیې، امریکا او چین استازي پر افغان سوله سره جرګه شي.

ځینې بهرني ديپلومات په دې باور دي، چې روسیه او چین کولی شي، پر طالبانو فشار راوړي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي