۰
افغان مېرمنې:

حکومت او طالبان د له قید و شرط پرته فوري اوربند وکړي

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۵
سلګونه افغان مېرمنو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له هېڅ ډول قید و شرط پرته دې فوري اوربند وکړي.
حکومت او طالبان د له قید و شرط پرته فوري اوربند وکړي
سلګونه افغان مېرمنو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له هېڅ ډول قید و شرط پرته دې فوري اوربند وکړي.

دغه افغان مېرمنو ویل په هېواد کې د سرتاسري سولې او ثبات د ټنګښت لپاره اړینه ده، چې دواړه لوري لومړی لومړی اوربند او بیا د سولې خبرې وکړي.

نېږدې شپږ سوه افغان مېرمنوو چې نن پنشنبې د غوايي ۵ مه کابل کې (اوربند د سولې لپاره) تر عنوان لاندې غونده کې راټولې شوې وې و ویل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو ډېره قرباني او زیان افغان مېرمنو ته رسېدلی دی.

دغه غونډه چې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون او ښځو د شبکې له خوا په لار اچول شوې وه، په کې افغان مېرمنو په فوري اوربند ټینګار وکړ.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې سیما سمر په غونده کې و ویل، د دې لپاره چې په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او نور مېرمنې قرباني نشي، اړینه ده، چې د جګړې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي.

د هغې په وینا، د وینې تویېدنې مخنیوی، بین الاافغاني خبرې، تګ راتګ آزادي، د بیان آزادي، ټولینزه آزادي، ښه حکومت ولي او په ټولو عرصو کې د مېرمنو فعال حضور یوازې د اوربند تر سیوري لاندې کېدای شي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې د وسله والو طالبانو پر ښځو غږ وکړ، چې نور خپل نارینه جګړو ته پرېنږدي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

مېرمن سمر ټینګار وکړ، تر چې په هېواد کې جګړه وي، اوربند نه وی شوی، د سولې و ثبات رامنځ ته کېدل او افغانانو ته د ښه ژوند زمینه برابرېدل امکان نه لري.

د ښځو د شبکې غړې شینکۍ کړوخېل هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغان مېرمنې په هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات غواړي او ښکېلو غاړو ته بویه چې د مېرمنو دغه غوښتنې ته درناوی وکړي او سوله وکړي.

د هغې په وینا جګړې او تاوتریخوالي په افغانستان کې یوازې د بهرنیو ګټې تامین کړې او دا د افغان ولس او افغانستان په ګټه نه دي.

د افغان مېرمنو په دې ناسته کې دوی یو ۸ مادیزه اعلامیه هم صادره کړه او په کې یې د سولې او اوربند په برخه کې د مېرمنو د فعال حضور غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي