۰

په رای پاڼو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو نوملړ ترتیب شو

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو د رایې ورکولو په پاڼو کې د ۱۸ نوماندانو نوملړ د یوې ناستې په ترڅ کې د پچې اچوونې پر اساس ترتیب کړ.
په رای پاڼو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو نوملړ ترتیب شو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو د رایې ورکولو په پاڼو کې د ۱۸ نوماندانو نوملړ د یوې ناستې په ترڅ کې د پچې اچوونې پر اساس ترتیب کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه پروسې د بشپړېدو لپاره نن پنشنبې د غوايي ۵ مه غونډه جوړه کړې وه، چې د نوماندانو استازو هم په کې برخه درلوده.

په دغه ناسته کې د رسنیو پر وړاندې د رایې ورکولو په پاڼو کې د نوماندانو د نوملړ د تریب لپاره په وړو پاڼو تر ۱۸ پورې شمېرې لیکل شوې وې او صندوق ورته کېښودل شو.

د صندوق تر اېښودو وروسته به د هر نوماندان استازی ورتله او د صندوق څخه د یوې شمېرې په را ایستلو سره به یې د خپل نوماند شماره ټاکله، چې ورسره سم به د کمېسیون له خوا د رایې ورکولو په پاڼو کې د هغه ځای ټاکل کېده.

د دغه پچې اچونې له مخې د رایې ورکولو په پاڼو کې لومړی شمېر د رحمت الله نبیل، ۲ نور الله جلیلي، ۳ فرامرز تمنا، ۴ شیدا محمد ابدالي، ۵ احمد ولي مسعود، ۶ نور رحمن لېوال، ۷ احمد شهاب حکیمي، ۸ محمد اشرف غني، ۹ عبدالله عبدالله، ۱۰ محمد حکیم تورسن، ۱۱ ګلبدین حکمتیار، ۱۲ عبدالطیف پدرام، ۱۳ نورالحق علومي، ۱۴ محمد ابراهیم الکوزی، ۱۵ غلام فاروق نجرابي، ۱۶ عنایت الله حفیظ، ۱۷ محمد حنیف اتمر او ۱۸ هم د زلمي رسول شمېره شوه.

باید و ویل شي، ټاکل شوې د ۱۹۸ کال ولسمشریزه ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي، چې ورسره یو ځای به د غزني پارلماني او دغه راز د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي