۰
د جرمني مرستیال دفاع وزیر:

له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلو مرستو ته ژمن یو

پنجشنبه ۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۵
د جرمني مرستیال دفاع وزیر توماس سلبرهون وایي، هېواد یې له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلو مرستو ته ژمن دی.
له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلو مرستو ته ژمن یو
د جرمني مرستیال دفاع وزیر توماس سلبرهون وایي، هېواد یې له افغانستان سره په نظامي برخه کې خپلو مرستو ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سلبرهون دغه څرګندونې نن پنشنبې د غوایي ۵ مه د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکترعبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلي عبدالله د خپل کار په دفتر کې د جرمني له مرستیال دفاع وزیر سره ولیدل او په افغانستان کې یې د دغه هېواد د ځواکونو د ماموریت له دوام نه هرکلی وکړ.

خبرپاڼه وايي، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغان سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول هم ټینګار کړی دی.

د جرمني مرستیال دفاع وزیر له افغان امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړې چې هېواد یې په نظامي برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی.

توماس سلبرهون له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي