۰

ننګرهار کې د ۳ قوماندانو په ګډون ۲۲ داعشیان وژل شوي دي

سی شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۹
چارواکو ننګرهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د درې قوماندانو په ګډون د ۲۲ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د ۳ قوماندانو په ګډون ۲۲ داعشیان وژل شوي دي
چارواکو ننګرهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د درې قوماندانو په ګډون د ۲۲ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه (د غوايي ۹مه) د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې عملیات تر سره کړل.

د ملي امنیت لوی ریاست او د ننګرهار مطبوعاتي دفتر څخه په خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې یاد عملیات د داعش په څلورو پټنځایونو تر سره شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د داعش ګڼ شمېر وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي او دوه شکمن داعشیان هم نیول شوي دي.

بل خوا د ننګرهار ولایت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په سورګو سیمه کې د عملیاتو پر مهال له طالبانو سره د اړیکو په تور دوه تنه شکمن هم نیولي دي.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي