غزني او هرات کې ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

11 ثور 1398 ساعت 10:32

ملي دفاع وزارت په غزني او هرات ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۵۵ وسله واالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په غزني او هرات ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۵۵ وسله واالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د غوایي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان او بهرنیو ځواکونو د غزني په ګیرو، آب بند او ده یک ولسوالیو کې پر طالبانو ۷ منظم او هدفمند هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم طابانو تر اوسه څه ویلي دي.

بل خوا دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې افغان ځواکونو د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه بریدونه د عبدالرحمن مشهور په مالدر چې د طالبانو یو مهم قوماندان دی پر غړو شویو دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د مالدار د وراره غلام مصطفی په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116026

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116026/

جمهور
  https://www.jomhornews.com