کورنیو چارو وزارت وايي، فاریاب کې ۸ طالبان وژل شوي

11 ثور 1398 ساعت 11:19

کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۱ وسله والو طابانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۱ وسله والو طابانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پولیسو تېره شپه د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې د دوه سرګروپانو قاري رحمت الله او ملا شېر محمد په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړط، چې د عملیاتو پر مهال دوه امنیتي سرتېري هم سربېرن ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com