خلیلزاد او ملا عبدالغني برارد سره لیدلي دي

12 ثور 1398 ساعت 9:01

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مرستیال او قطر سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مرستیال او قطر سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او ملا برادر پرون چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې وړاندې له دې چې د امریکايي او طالب پلاو خبرې پیل شي سره لیدلي دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په مهمو اړخونو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې د ملا برادر له قوله وايي، خلیلزاد ته یې ویلي، دامهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي( له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل) نهايي شي.

ملا عبدالغني برارد ټینګار کړی، چې دا به د مسئلې د نورو اړخونو حل ته لاره پرانیزي او له دې نه مخکې نورو خبرو ته نشو داخلیدای.

خبرپاڼه وايي، په دې ناسته کې فیصله وشوه چې خبرې به پیلیږي او په نوموړو ټکیو به په تفصیل سره بحث کیږي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون د ټولو موضوعاتو په اړه موافقه بشپړه شي.

تر اوسه خلیلزاد په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com