د وینزویلا پر سر د امریکا او روس کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی

12 ثور 1398 ساعت 9:30

د وینز ویلا پر سر د امریکا او روس تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېد دی او دواړو هېوادونو یو بل ته جدي خبرداری ورکړی دی.


د وینز ویلا پر سر د امریکا او روس تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېد دی او دواړو هېوادونو یو بل ته جدي خبرداری ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرداری وروسته له هغې یو بل ته شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو و ویل، چې که اړتیا شي امریکا به وینزویلا کې د کړکېچ ختمولو لپاره پوځي اقدام وکړي.

له دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته تلېفون کړی او ورته ویلي یې دي، که امریکا په وینزویلا کې پوځي لاسوهنه وکړي نو ناوړه پایلې به ولري.

هغه ټینګار کړي، چې د وینزویلا په کورنیو چارو کې د امریکا مداخله د غندلو ده ځکه دا له نړیوالو قوانینو نه یوه ستره تېروتنه بلل کېږي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایه پومپیو خپل روسي سیال ته ویلي چې په وینزویلا کې دې د دوی سیالي نه کوي.

خبرپاڼه وايي، پومپیو لاوروف ته دا خبره هم کړې ده چې که د وینزویلا په چارو کې د دوی سیالي ته راووځي نو د دواړو هېوادونو اړیکې به تر دې هم ډېرې خرابي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116060

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116060/

جمهور
  https://www.jomhornews.com