د وینز ویلا پر سر د امریکا او روس تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېد دی او دواړو هېوادونو یو بل ته جدي خبرداری ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرداری وروسته له هغې یو بل ته شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو و ویل، چې که اړتیا شي امریکا به وینزویلا کې د کړکېچ ختمولو لپاره پوځي اقدام وکړي.
له دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته تلېفون کړی او ورته ویلي یې دي، که امریکا په وینزویلا کې پوځي لاسوهنه وکړي نو ناوړه پایلې به ولري.
هغه ټینګار کړي، چې د وینزویلا په کورنیو چارو کې د امریکا مداخله د غندلو ده ځکه دا له نړیوالو قوانینو نه یوه ستره تېروتنه بلل کېږي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایه پومپیو خپل روسي سیال ته ویلي چې په وینزویلا کې دې د دوی سیالي نه کوي.
خبرپاڼه وايي، پومپیو لاوروف ته دا خبره هم کړې ده چې که د وینزویلا په چارو کې د دوی سیالي ته راووځي نو د دواړو هېوادونو اړیکې به تر دې هم ډېرې خرابي شي.
جمهورخبري آژانس:کابل