۰

د المان ځانګړي استازي هم له ملا عبدالغني برارد سره لیدلي

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۱
د افغانستان لپاره د المان هېواد ځانګړي استازي مارکس پوتزیل او ورسره پلاوي هم په قطر کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برارد سره لیدلي دي.
د المان ځانګړي استازي هم له ملا عبدالغني برارد سره لیدلي
د افغانستان لپاره د المان هېواد ځانګړي استازي مارکس پوتزیل او ورسره پلاوي هم په قطر کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برارد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوتزیل او ملا برادر لیدنه پرون چهارشنبې د غوایي ۱۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شوې ده.

طالبانو هم دغه لیدنه تایید کړې او د قطر دفتر یې په یوه خبرپانه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د مسالې پر سوله ییز حل، له امریکایانو سره په روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه خبرې اترې کړې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي دواړو خواوو په دې ټینګار کړی، چې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسالې د حل لپاره باید له موجوده فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي.

د طالبانو په خبرپانه کې راغلي، چې د المان ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هیواد د مرستې او مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړی دی.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې او دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له ملا برادر سره لیدلي او پر افغان سوله او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي