سمنګانو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۰ نیول شوي دي

12 ثور 1398 ساعت 11:18

ملي دفاع وزارت وایي، سمنګان ولایت کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، سمنګان ولایت کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د غوایي ۱۲ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه عملیات د سمنګان ولایت د روی آب ولسوالۍ په سرخ دره او عینک مرده سیمو کې تر سره شوي دی.

سرچینه زیاتوي، د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، یو تن ټپي او ۱۰ تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او پنځه پټځایونه له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات به د طالبانو تر پاکولو پورې په یاده ولسوالۍ کې روان وي.

طالبنو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 


د مطلب کود: 116071

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116071/

جمهور
  https://www.jomhornews.com