ملي دفاع وزارت وایي، سمنګان ولایت کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د غوایي ۱۲ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه عملیات د سمنګان ولایت د روی آب ولسوالۍ په سرخ دره او عینک مرده سیمو کې تر سره شوي دی.
سرچینه زیاتوي، د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، یو تن ټپي او ۱۰ تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.
دفاع وزارت وايي، په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او پنځه پټځایونه له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات به د طالبانو تر پاکولو پورې په یاده ولسوالۍ کې روان وي.
طالبنو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:سمنګان