پر افغان خاوره د پاکستان هوايي او راکټي بریدونو څلور افغانان وژلي

12 ثور 1398 ساعت 15:25

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت په ځينو سیمو بمبار او راکېټي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت په ځينو سیمو بمبار او راکېټي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه تېره شپه (د غوايي ۱۱ مه) د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پاکستانی ځواکونو له خوا شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان سمونوال سید احمد بابازی وايي، پاکستاني ځواکونو د شپې ۱۱ بجې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د سور کنډو، پڅې مېلې، خړه وړه او کاڼي سيمو يو شمېر کلي په نښه کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستانی ځواکونو په دغه هوايي او توپچي بریدونو کې څلور ملکي افغانان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په دې بریدونو کې ۸ کورونه نړېدلي او ۲۰ موټر هم تخریب شوي دي.

د خوست ولسوال محمد عظیم مجاهد هم ویلي، چې پاکستاني چورلکو د سپېرې ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې او پاکستاني ځواکونو توپچي بریدونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com