ناټو: څو چې تل پاتې سوله نه وي شوې، له افغانستانه نه وځو

12 ثور 1398 ساعت 15:47

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس وايي، تر چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات نه وي رامنځ ته شوی ناټو به په افغانستان کې وي.


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس وايي، تر چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات نه وي رامنځ ته شوی ناټو به په افغانستان کې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نکولاس هرات ته د خپل سفر پر مهال هلته ټینګار کړیو چې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، چې ناټو به د سولې روانه پروسه کې هم له افغانانو سره مرسته وکړي څو ددوی غږ په سمه توګه واورېدل شي او تېرې لاسته راوړنې یې خوندي شي.

نیکولاس ویلي، د خپلمنځي ستزو کمښت د سولې د مخامخ خبرو غوره لار بللې او د طالبانو له لوري یې د پسرلینو عملیاتو غندنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، نړیواله ټولنه به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو وسله والو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي.

د ناټو ملکي استازي ټینګار کړی، تر چې په افغانستان کې تل پاتې سوله مکمنه شوې نه وي، تر هغو پورې ناټو له دې هېواده نه وځي او همدلته به وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 


د مطلب کود: 116086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com