۰

ناټو: څو چې تل پاتې سوله نه وي شوې، له افغانستانه نه وځو

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس وايي، تر چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات نه وي رامنځ ته شوی ناټو به په افغانستان کې وي.
ناټو: څو چې تل پاتې سوله نه وي شوې، له افغانستانه نه وځو
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس وايي، تر چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات نه وي رامنځ ته شوی ناټو به په افغانستان کې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نکولاس هرات ته د خپل سفر پر مهال هلته ټینګار کړیو چې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، چې ناټو به د سولې روانه پروسه کې هم له افغانانو سره مرسته وکړي څو ددوی غږ په سمه توګه واورېدل شي او تېرې لاسته راوړنې یې خوندي شي.

نیکولاس ویلي، د خپلمنځي ستزو کمښت د سولې د مخامخ خبرو غوره لار بللې او د طالبانو له لوري یې د پسرلینو عملیاتو غندنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، نړیواله ټولنه به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو وسله والو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي.

د ناټو ملکي استازي ټینګار کړی، تر چې په افغانستان کې تل پاتې سوله مکمنه شوې نه وي، تر هغو پورې ناټو له دې هېواده نه وځي او همدلته به وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي