۰

ملګروملتونو او ناټو د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
ملګرو ملتونو او ناټو تړون د افغانستان د سولې لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو هرکلی او ملاتړ کړی دی.
ملګروملتونو او ناټو د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ
ملګرو ملتونو او ناټو تړون د افغانستان د سولې لپاره د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو هرکلی او ملاتړ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه له پنځو ورځو خبرو اترو وروسته پرون جمعه د غوايي ۱۳ مه پای ته ورسېده.

دغه جرګه چې د تېرې اونۍ د دوشنبې غوايي ۹ مه پیل شوې وهو ۳۲۰۰ غړو او دغه راز ۳۰۰ مېلونو په کې برخه درلوده او پرون د یوې ۲۳ ماديي پرېکړه لیک په صادرېدو سره پای ته ورسېده.

د جرګې د ۵۰ ګونو کمېټو د ټولو غړو وړاندیزونه تر ډېره سره یو و، چې نېږدې ټول یې په پرېکړه لیک کې ځای شوي وو.

د جرګې ټولو ګډونو، د اوربند، له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو، طالبانو ته په افغان خاوره کې دفتر ورکولو، د اساسي قانون نظام، ملي حاکمیت، ملي ځواکونو، او تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنو ساتنه، د زندانیانو خوشي کول، د سولې له تړون وروسته د ملګرو ملتونو ضمانت، د ګاونډیو د نه مداخلې، او له مهال وېش سره سم د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني هم جرګې ته په وروستۍ وینا، کې د هغوی له پرېکړو ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې د جرګې دغه ۲۳ مادیزه پرېکړه لیک به د سولې په برخه کې د دولت نقشه وګرځوي او عملي بڼه به ورکړي.

ښاغلي غني د جرګې غوښتونو ته د درناوي او ښه نیت ښودلو په خاطر د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خلاصون اعلان وکړ او اوربند ته یې هم چمتوالی وښوده.

دغه راز د دې تر څنګ ولسمشر دې ته هم چمتوالی وښوده، چې افغان دولت حاضر دی طالبانو ته د افغانستان په هر ګوټ کې چې دوی غواړي دفتر پرانیزي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه د سولې د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

ملګرو ملتونو په یوې اعلامیه کې ویلي، د مشورتي لويې جرګې له خوا غوښتل شوی اوربند به په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي او د افغانانو ژوند به وژغوري.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په هدف له ټولو ښکېلو خواو سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د استازولی په اعلامیه کې راغلي، چې یوناما په بریالیتوب سره د مشورتي لويې جرګې د پای ته رسېدو له امله د دې جرګې ګډونوالو ته مبارکي ویلې ده.

په ورته وخت ناټو تړون هم په کابل کې د جوړې شوې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو او غوښتنو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ناټو تړون ملکي استازي نیکولاس کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي«دې جرګې یو لوی پیغام ورکړ او اوس د سولې وخت دی او طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي.»

خو له دې ټولو سره سره وسله والو طالبانو د لویې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې دغه جرګه یوه نمایشي جرګه وبلله.

طالبانو په اعلامیه کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دوی به د روژې مبارکه میاشت کې خپلو جګړو ته لا زور ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لویې مشورتي جرګې ټولو غړو په یوه خوله له وسله والو طالبانو او حکومته وغوښتل، چې د روژې د میاشتې د درناوي په خاطر جګړه ودروي او اوربند وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي