۰

تخار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته شوې

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
تخار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې د چارواکو په وینا طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
تخار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته شوې
تخار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې د چارواکو په وینا طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د غوايي ۱۴ مه د یوې خبرپانې په خپرولو سره وايي، دغه جګړه تېره شبه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.

کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو طالبانو کې پنځه تنه د هغوی مهم قوماندانان هم شامل دي، خو افغان ځواکونو ته یې د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا په همدې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو خوست ولایت کې د یوه خونړي برید مخه نیولې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغان پولیسو د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ فیره د راکټ مرمۍ، دوه میله تومانچې، یو کاب دربین کشف او تر لاسه کړي دي.

خبرپاڼه وایي، طالبانو غوښتل په دې وسلو سره د خوست ملکي ادارې په نښه کړي، خو پلان یې شنډ کړای شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي